حماس له لوري 13 اسراییلیان او 7 بهرنیان خوشې شول

باغی ټي وي رپورټ
د حماس له لوري 13 اسراییلیان او 7 بهرنیان خوشې شول.
خوشې شوي کسان د سرې میاشتې په مرسته مصر ته واستول شول. د قطر او مصر په هلو ځلو د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه کړکیچ لرې شو.
اسرائیلو د حماس له خوا د ۲۰ یرغمل شویو د خوشې کولو په بدل کې د اوربند د تړون له مخې ۳۹ فلسطینیان خوشې کړل.
د قطر د ویاند په وینا په خوشې شویو فلسطینیانو کې ۳۳ ماشومان او ۶ ښځې هم شاملې دي.د حماس او اسراييلو ترمنځ د موقتي اوربند منځګړیتوب کوونکی قطر وايي، د قطر او مصر له دواړو خواوو سره د تماسونو له لارې د بنديانو د خلاصون پر وړاندې پراته خنډونه لرې شوي، په داسې حال کې چې حماس هم تاييد کړې، چې خنډونه يې لرې کړي دي.
حماس وايي، یرغمل شوي کسان وروسته له هغه خوشې شوي چې اسراییل ژمنه وکړه چې “د تړون ټول شرایط به ساتي”.
تر دې مخکې حماس د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون مخه نیولې وه او ویلي یې وو چې اسرائیلي پوځ د غزې په تړانګه کې له یوه څخه په زیاتو ځایونو ډزې کړي او دوه فلسطینیان یې له موافقې څخه په سرغړونې وژلي دي.
حماس ویلي چې د دې معاملې له مخې به اسراییل د غزې شمالي غزې ته د مرستو لاریو ته د تګ اجازه ورکړي او په خوشې شویو فلسطیني بندیانو کې به لوړ پوړي بندیان هم شامل وي.






