که پي ټي ائي په شل ورځو کښې انټرا پارټيز انتخابات ونکړل نو دوی له به د بيټ نښه نه ورکول کیږي: د اليکشن کميشن فيصله

باغی ټي وي رپورټ
الېشکين کمېشن د انتخابي نشان په اړه د پاکستان تحريک انصاف د درخواست په اړه خپله پرېکړه کړې ده.
اليکشن کميشن د انټرا پارټيز انتخاباتو په اړه پي ټي آئي ته د اګست په دويمه نيټه نوټس جاري کړے وو چې پکښې وئيلي شوي وو چې ولې دې پي ټي آئي د انټرا پارټيز انتخاباتو نه کولو له وجې د بيټ نشان لپاره نااهله اعلان کړي۔
د اورېدنې په مهال د پي ټي آئي وکيل بيرسټر ګوهر وويل د پارټۍ په آئين کې د ترميم نه وړاندې انټرا پارټيز انتخابات شوي وو، وروستو مو دغه ترميمونه واپس اخستي دي.
اليکشن کميشن د ستمبر په 13مه نيټه د پي ټي آئي انټرا پارټي انتخاباتو په اړه خپله فيصله محفوظ کړې وه۔
د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي پريکړې حکم کښې وئيلي شوي دي چې د پي ټي آئي انټرا پارټيز انتخابات د آئين مطابق شفاف نه وو او د پي ټي آئي انټرا پارټيز انتخابات صحيح نه وو۔
د اليکشن کميشن ترمخه د پي ټي آئي انټرا پارټيز انتخابات بايد د آئين مطابق شل ورځو کښې ترسره شي۔





