شېر افضل مروت وایی چې د پی ټي آي مشر د خاور مانيکا بيان دروغ بللي دې

0
86

باغي ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: د پي ټي آئي وکيل شېر افضل مروت ويلي دي چې د پارټۍ چيئرمېن د خاور مانيکا بيان دروغ بللي دي.

د اډياله جيل نه بهر ميډيا سره خبرو کښې بيرسټر علي ظفر اوويل چې د پي ټي آئي چيئرمېن د وکيلانو کارکردګئ نه مطمين دے، اسمبلۍ ته ئي د جلسې او کارنر اجلاسونو د شروع کولو هدايات کړي دي۔

ده ووئيل چې د پي ټي آئي لومړۍ غونډه به د دسمبر په وړومبۍ نېټه پېښور كښې كېږي او ګوند به ډېر ژر په ټول هېواد كښې د غونډو شېډول جاري كوي٬ كه د غونډو خنډ شو نو سپريم كورټ ته به ځي۔په دې موقع شېر افضل مروت ووئيل چې د پي ټي آئي چيئرمېن د خاور مانيكا بيان دروغ دي۔

ده ووئيل هېواد د ډيموكراسۍ پر ځاى د انحطاط پر لور روان دى، تحريك انصاف كمزوري كېږي او د مشرانو په كورنيو چارو كښې ناحقه لاسوهنه روانه ده۔

Leave a reply