په اورکزۍ کښې په چیک پوسټ برید شوې
باغي ټي وي رپورټ
په خیبر پښتونخوا کښې ضم د قبایلي سیمې ضلعي په اورکزي کښې د سیکیوريټي فورس ځواک په یوه پوسته باندې ترهګرو پرون شپه برید وکړو، په دې برید کښې ۶ سیکوریټي اهلکار زخمیان شوي دي. د سرکاری چارواکو مطابق دوه ترهګر په ځوابی کاروایی کښې وژل شوي دي.
په رسنیو کښې چاپ راپورنو مطابق د اپر اورکزۍ په بلند خیل علاقه کښې د سیکوریټي فورس په پوه پوسته برید وشو ، سیکوریټي فورس ځوابي کاروایی وکړه او دوه ترهګری اووژل خو د سیکوریټي فورس ۶ اهلکار هم سخت ټپیان شوي دي.
یاده دې وی چې په بیلابیلو قبایلي سیمو او ضلعو کښې د پاکستان سیکوریټي فورس وخت په وخت د ملک دښمن ګروپونو په ضد عملیات کړي او ګنړ شمیر داسې کسان ی وژلی چې د سیکوریټی فورس مشرانو مطابق دا کسان د ملک او ریاست په ضد کارونو کښې ککړ وو.
د پاکستان چارواکو مطابق ۸۰ اتیا زره سیکوریټي ځواک اهلکار هم د ترهګرو په ضد جنګ کښې وژل شوي دي، په وژل شوو کسانو کښې عام وګړي هم شامل دي.