د کورنیو چارو وزیر: ترکمنستان ته پۀ بشپړ ډول ډاډ ورکوو چې د ټاپي د پروژې امنیت به خوندي کوو 

0
164

د کورنیو چارو وزیر: ترکمنستان ته پۀ بشپړ ډول ډاډ ورکوو چې د ټاپي د پروژې امنیت به خوندي کوو 

د یادونې ده چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د ا.ا رییس الوزرا سره لیدنه کې ویلي چې ژر به د ټاپي پروژې په ګډون یو شمېر نورې پروژې په افغانستان کې پيل کړي.

 

(2021 /  10 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ویلي چې ترکمنستان دې په ډاډه زره په افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې پلې کړي.

نوموړي ډاډ ورکړی دی چې د دغه هېواد له لوري په افغانستان کې د پلي کېدونکو پروژو امنیت به په بشپړه توګه خوندي وي او له هیڅ ډول ګواښ سره به نه مخ کېږي. حقاني زیاته کړې چې د هېواد د شتمنۍ کنګل کول په افغانستان کې د بشري ناورین لامل کېږي او دوی هیله لري چې د ترکمنستان هېواد د خپلو اقتصادي پروژو پر مټ د دې ناورین مخنیوي کې مرسته وکړي.

اړوند موضوعات: 

افغان او ترکمنستاني لوري د ټاپي پروژې د امنیت پۀ اړه خبرې کړې دي 

د یادونې ده چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د ا.ا رییس الوزرا سره لیدنه کې ویلي چې ژر به د ټاپي پروژې په ګډون یو شمېر نورې پروژې په افغانستان کې پيل کړي.

Leave a reply