تاجکستان پۀ هېواد کې د چین د اډې جوړولو خبر رد کړی دی 

0
83

تاجکستان پۀ هېواد کې د چین د اډې جوړولو خبر رد کړی دی 

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې چې ټاکل شوې ددغه وزارت او د چین د عمومي امنیت وزارت ترمنځ هوکړې په چوکاټ کې د تاجکستان په بدخشان ولایت کې د دواړو هېوادونو ګډې پوځي مانورې ترسره شي.

 

(2021 / 10 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ددغه هېواد په خاوره کې د چین د پوځي اډې جوړولو خبر رد او وايي چې ددغه راز اډې جوړولو کوم پروګرام نشته.

د تاجکستان د دولتي خبري آژانس (خاور) د رپوټ له مخې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د لړم په نهمه نېټه اعلان کړی چې د افغانستان پولې ته نږدې د نوموړي هېواد په خاوره کې د چین د پوځي اډې جوړولو خبر واقعیت نه لري.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا له تاجکستان او چین سره په پوله ځانګړي ځواکونه ګومارلي دي

دغه وزارت په یوه بیانیه کې ویلي: “په تاجکستان کې د چین د پوځي اډې جوړولو په اړه مالومات ناسم دي او دا موضوع د دواړو هېوادونو د اړیکو په کړنلاره کې نشته.”

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې چې ټاکل شوې ددغه وزارت او د چین د عمومي امنیت وزارت ترمنځ هوکړې په چوکاټ کې د تاجکستان په بدخشان ولایت کې د دواړو هېوادونو ګډې پوځي مانورې ترسره شي.

د دغه وزارت په وینا، په ګډو پوځي مانورو کې ټول وسایل او لګښتونه د چین له خوا ورکول کېږي.

له دې مخکې داسې رپوټ ورکړ شوی و چې تاجکستان د چین په مرسته د افغانستان پولې ته نږدې په خپله خاوره کې پوځي اډه جوړوي.

Leave a reply