ملګري ملتونو نړۍ ته د بلې خطرناکې وبا د راتګ خبر ورکړی دی 

0
86

ملګري ملتونو نړۍ ته د بلې خطرناکې وبا د راتګ خبر ورکړی دی 

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ایټالیا کې د جي شل هېوادونو په کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په نړۍ کې یوه بله او خطرناکه وبا راتلونکې ده.

 

(2021 / 10 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو په نړۍ کې د نوې او خطرناکې وبا د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ایټالیا کې د جي شل هېوادونو په کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په نړۍ کې یوه بله او خطرناکه وبا راتلونکې ده.

اړوند موضوعات: 

امریکا نړۍ ته د ۵ سوه میلیونه ډوزه کرونا واکسین د ورکړې اعلان وکړ

دده په وینا که بشري ټولنې مخکیني تدابیر و نه لري نړۍ کې به داسې وبا راشي چې هېڅوک به یې د کنټرول وړتیا و نه لري.

هغه ټینګار کړی چې کرونا وبا د ختمېدو په حال کې ده او دمګړی د نړۍ ۳۶ سلنه وګړو ته واکسین وېشل شوي خو د نړۍ ځواکمن او شتمن هېوادونه دې د راتلونکو وباګانو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

Leave a reply