د نړۍ ځواکمنو هېوادونو پر ایران غږ کړی چې د خبرو فرصت دې لۀ لاسه نۀ ورکوي

0
260

د نړۍ ځواکمنو هېوادونو پر ایران غږ کړی چې د خبرو فرصت دې لۀ لاسه نۀ ورکوي

دوی له ایراني لوري غوښتي چې خبرو ته تیار شي او کړکېچ دې ختم کړي. امریکا تر دې وړاندې هم ایران ته خبرداری ورکړی و، چې یا دې له اټومي فعالیتونو لاس په سر شي او یا دې د امریکا نظامي غبرګون ته په تمه وي.

 

(2021 / 10 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نړۍ ځواکمنو هېوادونو یو ځل بیا له ایران غوښتي چې د خبرو فرصت دې نه ضایع کوي. د امریکا، برېټانیا، المان او فرانسې رهبرانو د جي شل په غونډه کې سره لیدلي او په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې یې ویلي چې په هېڅ صورت د یوه اټومي ایران د رامنځ ته کېدو اجازه نه ورکوي.

په اعلامیه کې راځي چې د ایران نوی ولسمشر ابراهیم رییسي دې د خبرو فرصت له لاسه نه ورکوي او په دې توګه دې داسې یو وضعیت نه رامنځ ته کوي چې ټوله سیمه ترینګلې کړي.

دوی له ایراني لوري غوښتي چې خبرو ته تیار شي او کړکېچ دې ختم کړي. امریکا تر دې وړاندې هم ایران ته خبرداری ورکړی و، چې یا دې له اټومي فعالیتونو لاس په سر شي او یا دې د امریکا نظامي غبرګون ته په تمه وي.

Leave a reply