افغان او ترکمنستاني لوري د ټاپي پروژې د امنیت پۀ اړه خبرې کړې دي
افغان او ترکمنستاني لوري د ټاپي پروژې د امنیت پۀ اړه خبرې کړې دي
په دې لیدنه کې د ګڼو دوه اړخیزو مسایلو تر څنګ د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ پر امنیتي مسایلو خبرې شوې دي. په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې د ګډې پورې د امنیت لپاره به امنیتي همکارۍ ډېرېږي او د مشکوکو فعالیتونو مخه به نیسو.
(2021 / 10 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ترکمنستاني او افغان لوري د ګډې پولې او ټاپي پر امنیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ددفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د ګڼو دوه اړخیزو مسایلو تر څنګ د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ پر امنیتي مسایلو خبرې شوې دي. په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې د ګډې پورې د امنیت لپاره به امنیتي همکارۍ ډېرېږي او د مشکوکو فعالیتونو مخه به نیسو.
اړوند موضوعات:
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر پۀ ناڅاپي سفر نن سهار کابل ته راغی
همدا راز په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې ډېر ژر به د ټاپي پروژې کار عملا پيل شي او افغان لوري ترکمنستان ته د دغه پروژې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی.