روم ویلي چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو کې همکاري کوي 

0
216

روم ویلي چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو کې همکاري کوي 

دمګړی د نړۍ هېوادونه اندېښنه لري چې داسې نه د دوی مرستې د طا لبانو د پياوړتیا لپاره وکارول شي. بلخوا د افغانستان حکومت بیا ویلي چې دوی اړمنو ته د مرستو د رسولو په برخه کې ژمن دي او نړیوالو ته په کار ده چې ټول پام یې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته وي.

(2021 / 10 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایټالیا وايي له ملګرو ملتونو سره مرسته کوي څو افغانانو ته بشردوستانه مرستې ورسوي.

د راپورونو له مخې د جي شل هېوادونو په څنډه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ایټالیا له لومړي وزیر او ځینو نورو مهمو چارواکو سره کتلي دي او افغانستان ته یې د بشردوستانه مرستو پر رسولو خبرې کړې دي.

ایټالیا ویلي دوی له ملګرو ملتونو سره همکاري کوي څو وکړی شي بشردوستانه مرستې په مستقیمه توګه اړمنو کسانو ته ورسوي او دا چاره به ورته اسانوي.

Leave a reply