ټاکل شوې نن بېرته چین ته د جلغوزیو صادرات پیل شي

0
201

ټاکل شوې نن بېرته چین ته د جلغوزیو صادرات پیل شي

جلغوزي چین ته د افغانستان مهم صادرات ګڼل کېږي چې روان کال یې د څو میاشتو لپاره په صادراتو کې ځنډ راغلی و.

خو اوس چین ژمنه کړې چې د جلغوزیو تر څنګ به د افغانستان نورو صادراتو ته هم لار پرانیزي او د سوداګرۍ په برخه کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

 

(2021 / 10 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نن له افغانستان چین ته د جلغوزیو صادرات پيلېږي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې نن به د افغان سوداګرو د جلغوزیو لومړۍ بسته د هوايي کارګو له لارې چین ته ولېږدول شي.

بهرنیو چارو وزارت وایي چې ددغه صادراتو په اړه د روانې میلادي میاشتې په شپږویشتمه په دوحه کې هوکړه شوې وه.

جلغوزي چین ته د افغانستان مهم صادرات ګڼل کېږي چې روان کال یې د څو میاشتو لپاره په صادراتو کې ځنډ راغلی و.

اړوند موضوعات: 

چین ویلي چې ډېر ژر به لۀ افغانستان څخه د جلغوزو صادرات پیل کړي 

خو اوس چین ژمنه کړې چې د جلغوزیو تر څنګ به د افغانستان نورو صادراتو ته هم لار پرانیزي او د سوداګرۍ په برخه کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

Leave a reply