طالبانو د هغو کسانو د نیولو خبر ورکړی چې ننګرهار ولایت کې يې د وادۀ پر مراسمو ډزې کړې وې

0
237

طالبانو د هغو کسانو د نیولو خبر ورکړی چې ننګرهار ولایت کې يې د وادۀ پر مراسمو ډزې کړې وې 

د ځايي راپورونو له مخې، طالبانو تېره ورځ د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د موسیقۍ د خپرولو له کبله ډزې کړي دي چې له کبله یې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

 

(2021 / 10 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د طالبانو ویاند بلال کریمي رسنیو ته ویلي، چې یادو کسانو د امارت له نوم ناوړه استفاده کړې او پر واده والا یې ډزې کړي چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي او لس نور تپیان دي.

ښاغلي کریمي ویلي، دغه برید کوونکي درې کسان و، چې دوه یې نیول شوي او یو بل یې تر تعقیب لاندې دی.

د ځايي راپورونو له مخې، طالبانو تېره ورځ د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د موسیقۍ د خپرولو له کبله ډزې کړي دي چې له کبله یې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو دغې کړنې پۀ ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي او دا کار يې د انسانیت او اسلامیت خلاف عمل ګڼلی دی.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارکوونکې د ا.ا.ا غږ کړی چې د دغې پېښې عاملینو ته دې سخته جزا ورکړې او راتلونکې کې دې  د داسې وحشت خورولواجازه چاته نۀ ورکوي.

که څۀ هم د ا.ا.ا څو څو ځلي خپلو نظامیانو ته امر کړی چې د چا کورنو او د وادۀ مراسمو ته دې نۀ داخلېږي او  چا د مراسمو مزاحمت دې نکوي؛ خو بیا هم ډیری ځایونو کې د وادۀ یا کوژدې د مراسمو پر مهال د طالبانو له چلند څخه خلکو شکایتونه کړي دي.

 

 

Leave a reply