د افغانستان کرکټ پخواني کپتان لۀ کرکټ څخه استعفاء وکړه

د افغانستان کرکټ پخواني کپتان لۀ کرکټ څخه استعفاء وکړه
پر اصغر افغان او د هغۀ پۀ ورور کریم جنت پۀ دې وروستیو کې د مینوالو لۀ لوري سختې نیوکې وې او ویل کېدل چې دوی سم نشي لوبېدلی؛ نو پکار ده چې خپل ځای نورو نویو او تکړه ځوانانو ته پرېږدي.
(2021 / 10 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اصغر افغان له کرکټ څخه خپله استعفا اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی اصغر افغان وایي، چې سبا یې له نامبیا سره وروستۍ لوبه ده او نور به د افغانستان لپاره نه لوبېږي.
نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې دا پرېکړه ورته سخته وه خو په خبره یې غواړي ځوانو لوبغاړو ته د لوبو کولو لا ډېر چانس برابر شي.
اړوند موضوعات:
د افغانستان قامي کرکټ لوبډلې سکاټ لینډ ته ماتې ورکړه
پر اصغر افغان او د هغۀ پۀ ورور کریم جنت پۀ دې وروستیو کې د مینوالو لۀ لوري سختې نیوکې وې او ویل کېدل چې دوی سم نشي لوبېدلی؛ نو پکار ده چې خپل ځای نورو نویو او تکړه ځوانانو ته پرېږدي.
د ښاغلي افغان پۀ استعفاء د افغان لوبډلې اوسني کپتان نبي عیسی خېل هم خواشیني ښودلې او د دۀ لاسته راوړنې يې د افغان لوبډلې لپاره بې سارې ګڼلې دي.
نوموړي ویلي چې اصغر افغان د یو ښۀ کپتان تر څنګ یو با تجربه او حوصله ناک لوبغاړی ؤ چې افغان لوبډله يې پۀ نړۍواله کچه راپورته کړه.
تر اوسه لا معلومه نده چې د اصغر افغان پر ځای به افغان لوبډلې ته څوک راځي؛ خو د کرکټ یو شمېر مینوالو فضل الحق فاروقي ښۀ ګڼلی او ویلي يې دي چې نوموړی پسټ بالر دی چې افغان لولډله ورته جدي اړتیا لري.





