پاکستان د ملګري ملتونو د امن په ایجنډا کار او عمل کوي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په سرکاري ټویټر پانړه دا خبر جاري کړې دي چې پاکستان د ملګري ملتونو یو فعال غړې دي او په نړۍ کښې د امن او د وګړو د خوشحالي او ترقې لپاره د ملګري ملتونو په ایجنډا باندې عمل کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد وایی چې پاکستان د نړۍ امن او امنیت لپاره د ملګری ملتونو ملګري دې او د ملګري ملتونو په پلانونو او ایجنډا باندې عمل کوي او په نړۍ کښې د امن لپار کار کوي.
د ویاند دې خبر سره د پاکستان حکومت د نړۍ امن لپاره لیږل شوي ټیمونه او د د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کښې د پاکستان فوځ میډیکل ټیمونه د هغه هیوادونو د وګړو خدمت کړې دې او په دې هیوادونو کښې د وګړو د امنیت ساتلو او ددوی علاج کولو لپاره مالي او ځاني قربانۍ ورکړي دي.
په دې رپورټ کښی زیاتوي چې پاکستان په دې وخت کښې په ۱۵ د نړۍ هیودونو کښې په ۹ نهو د امن لپاره په مشن کښې حصه اخلي او د فوځ او د پولیسو ۴۵۱۳ کسان په دې مشن کښې برخه اخلی او په بهر هیوادونو کښې خدمتونه کوي چې دا ددې خبرې تصدیق او ثبوت دې چې پاکستان د نړۍ او د هیوادونو د وګړو لپاره امنیت ساتلو او ددې هیوادونو د ترقې او خوشحالۍ لپاره فعال رول لوبوي.
For 74 years, Pakistan has been an active member of the @UN, upholding its agenda of International Peace & Security through commitment to Multilateralism and by participating in UN Peacekeeping Missions.
Here is a look at Pakistan’s 74-year journey ⬇️:#UNDay2021
🇵🇰🤝🇺🇳2/2 pic.twitter.com/aXp0yLoVqy
— Spokesperson 🇵🇰 MoFA (@ForeignOfficePk) October 30, 2021






