په تورخم پوله دې زیاتوافغان مریضانو ته اجازت ورکړل شی: د اسلامی امارت غوښتنه

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت په پاک افغان پوله تورخم د افغان مریضانو او مسافرو لپاره ټاکل شوې مسوول عبدالقادر رسنیو سره په خبرو کښې ویلي دي چې په تورخم پوله ډیر کم شمیر کښې افغان مریضاتو ته اجازت ورکول کیږي چې هغه پاکستان ته داخل شي.
په تورخم پوله د سرکاري سرچینو مطابق په ۳۰ اکتوبر ۳۷ افغان مریضان،دې مریضانو سره ۳۲ خپلوان، په ۲۹ اکتوبر ۲۸ افغان مریضان او ورسره ۲۸ خپلوانوته اجازت ورکړل شو چې پاکستان ته د علاج لپاره سفر وکړي.
د اسلامی امارت د تورخم د افغان مریضانو او مسافرو مسول عبدالقادر غوښتنه وکړه چې دا شمیره باید ۱۰۰،۲۰۰ ته زیاته شی ځکه مونږ په تورخم کښې په سلګونو افغان مریضان لری چې هغوی پاکستان ته د علاج لپاره تلل غواړي.
یاده دې وی چې په تورخم پوله د میی کال ۲۰۲۱ نه د کورونا وایرس د مخینوي لپاره سفری بندیزونو لګیدلي وو او وس په دې لنډو ورځو کښې پاکستان د بندیزونه لرې کړل او وس کولې شي چې افغانان د پاکستان په ویزا د تورخم له لارې پاکستان ته سفری وکړي.
په تورخم پوله د افغانستان اسلامی امارت نمایندګانو د پاکستان حکومت څخه مننه وکړه چې په پوله ی سفری بندیزونه لرې کړي خو دې سره سره ی غوښتنه وکړه چې په زیات شمیر کښې افغان مریضانو له دې اجازت ورکړل شي چې پاکستان ته سفری وکړي، دوی دا غوښتنه هم وکړه چې افغان مرمنو سره دې ددوی ماشومانو له هم اجازت ورکړي چې پاکستان ته داخل شي.






