د مسلم ليګ ن مشر او پخوانى وزيراعظم نوازشريف به د سه شنبې په ورځ د بلوچستان په دوره کوي.
باغي ټي وی رپورټ
د مسلم ليګ ن سرچينې وايي، نواز شريف به د سه شنبې په ورځ د بلوچستان په دوره کويټې ته ځي.نوازشريف به بلوچستان ته د خپل سفر پر مهال د هېواد پر سياسي حالاتو او د ګوند له مشرانو سره خبرې وکړي.
سرچينې وايي، چې له نواز شريف سره به شهباز شريف او مريم نواز هم بلوچستان ته ځي.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې بلوڅ مشر نوابزاده مير لشکري رئيساني د پاکستان مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف سره ليدنه کړې وه چې پکې شهباز شريف هغې ته په مسلم ليګ (ن) کې د شامليدو بلنه ورکړې وه.
لشکري رئیساني د شهباز شریف مننه وکړه چې هغه ته یې په پارټۍ کې د شاملیدو بلنه ورکړه او ویې ویل چې د خپلو همکارانو او ملګرو له مشورې وروسته به د خپلې پرېکړې خبر ورکړي.