د خيبر پښتونخوا د نگران وزيراعلي لپاره د جسټس ريټائرډ ارشد حسين شاه په نوم اتفاق شوے دے۔

باغي ټي وی رپورټ
د خيبرپښتونخوا د نگران وزيراعلې په نوم د مشاورت لپاره په وزيراعلي هاؤس کښې يوه غونډه شوې وه چې پکښې د خيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي محمود خان او د اپوزيشن پخواني مشر اکرم دراني ګډون اوکړو۔
د ملاقات نه وړاندې جيو نيوز سره خبرو کښې اکرم دراني وويل نن به د نگران وزيراعلې نوم فيصله کوي، زه به محمود خان ته قناعت ورکوم، زما خبره څوک نه ردوي.
اکرم دراني وویل چې د اعظم خان نوم ځکه وړاندې شوی چې هغه یو صادق سړی و.
په وزیراعلی هاؤس کې د شوي مشاورت په اړه د خېبرپښتونخوا پخواني وزیراعلی محمود خان ته نزدې سرچینو ویلي چې د خېبرپښتونخوا د نگران وزیراعلی لپاره د جسټس ریټائرډ ارشد حسین شاه په نوم اتفاق شوی دی.
دسرچينو ترمخه د پخواني اپوزيشن مشر اکرم دراني لخوا د ريټائرډ جسټس ارشد حسين شاه نوم وړانديز شوى وو کوم چې په متفقه توګه منظور کړل شو.
جسټس ريټائرډ ارشد حسين شاه د ايبټ آباد سره تعلق لري، هغه د سپريم اپلټ کورټ ګلګت بلتستان چيف جسټس پاتې شوى او د خېبرپښتونخوا د نگران کابينې برخه هم وه۔
د سرچينو ترمخه دجسټس ريټائرډ ارشد حسين شاه نوم به منظورۍ لپاره گورنر خيبرپښتونخوا ته ليږل کيږي.
ياده دې وي چې د خيبر پښتونخوا نگران وزيراعلي اعظم خان تيره ورځ د زړه د حملې له وجې مړ شو چې له وجې صوبائي کابينه منحل شوه او په خيبر پښتونخوا کښې سياسي خلا پيدا شوه.






