د پخواني وزيراعظم نوازشريف خلاف د توشه خانې ريفرنس کښې مهم پرمختګ شوې دې۔

باغي ټي وی رپورټ
د اسلام اباد احتساب عدالت په توشه خانه ريفرنس کې د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف د جائيدادونو د ضبطولو حکم واپس اخستې، عدالت د ضبط شوې جايداد او اثاثو د واپس کولو امر کړی دی.
د احتساب عدالت جج محمد بشير د نواز شريف د جائيداد واپس کولو حکم جاري کړے دے۔
عدالت د نوازشريف د جائيدادونو، ګاډو او بينک اکاونټونو واپس کولو حکم کړے دے۔
ياده دې وي چې احتساب عدالت د ۲۰۲۰م په اکتوبر کې د توشه خانې په ريفرنس کې د نوازشريف د اشتهاري اعلانولو وروستو د جايداد ضبطولو حکم ورکړی ؤ، چې وروستو په لاهور کې د نواز شريف ۱۶۵۰ کناله زرعي ځمکه او لگژري ګاډي ضبط شوي وو.






