د سترې محکمې قاضي مظاهر علي اکبر نقوي د سترې جوډيشل کونسل لخوا استول شوي کاز نوټس ته د ځواب ورکولو پر ځای پخپله شورا اعتراض وکړ.

0
139

باغي ټي وی رپورټ

د سپريم جوډيشل کونسل په ٢٧م اکتوبر د چيف جسټس آف پاکستان قاضي فائز عيسيٰ په مشرۍ کې شوې غونډه کې جسټس مظاهر علي اکبر نقوي ته د هغه په ​​ضد د ريفرنس په اړه شوکاز نوټس جاري کړی شوی ؤ او د نومبر تر لسمې نيټې پورې يې ځواب غوښتی ؤ.

سرچينې وائي چې جسټس مظهر علي اکبر نقوي د سپريم جوډيشل کونسل د شوکاز نوټس ته د ځواب ورکولو په ځاي پخپله د دې شورا په جوړولو اعتراض پورته کړى دى.

د سرچينو ترمخه جسټس مظاهر علي اکبر نقوي چيف جسټس قاضي فائز عيسيٰ، جسټس سردار طارق او جسټس نعيم اختر افغان په ضد اعتراضونه پورته کړي دي.

سرچينې وائي چې جسټس مظاهر نقوي سپريم جوډيشل کونسل کې درج کړل شوؤ ريفرنسونو او ثبوتونو ټول ريکارډ هم غوښتي دي.

دسرچينو له مخې جسټس مظاهر نقوي وايي چې د سترې جوډيشل کونسل غړي زما په ضد تعصب کوي، جسټس قاضي فائز عيسى اؤ جسټس نعيم اختر دافغان آډيو ليکس انکوائري کميشن برخه نۀ وي، دعدالت تقاضا ده. بايد په پام کې ونيول شي او قاضي القضات فيض عيسى او قاضي نعيم افغان بايد زما په وړاندې د شورا برخه نه وي.

جسټس مظهر علي اکبر نقوي وئيلي دي چې د سپريم جوډيشل کونسل لخوا جاري شو کاز نوټس هم متعصبه دے کوم چې جواب نه شي ورکولې۔

Leave a reply