د مسلم ليګ ن مرکزي مشر سېنېټر اسحاق ډار له نگران حکومته غوښتنه کړې چې د ترهگرۍ په مسله دې په کمره کې بريفنگ ورکړي.

0
72

باغي ټي وی رپورټ

د سېنېټ غونډې ته په وينا كښې اسحاق ډار ووئيل مونږ د ترهه ګرو په ضد په تير وخت كښې بامعني كاروائي نه شو كولې، د ضرب عضب فيصله د نواز شريف په حكومت كښې شوې وه، د كال 2013 نه وروستو د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې كمې راغلې خو د كال 2018 نه پس د ترهه ګرۍ په ضد كاروائي روانه ده۔ پالیسي. بدلون راغلی.

اسحاق ډار وویل، کله چې افغانستان ته د طالبانو حکومت راغی، زموږ چارواکي هلته راغلل، په کابل کې د تفاهم له مخې سلګونه سخت دریځي د پاکستان له زندانونو خوشې شول. هغه زیاته کړه چې مونږ په پالیسي کې یو ټرن اخیستی او د سخت دریځو له خلاصون وروسته په هیواد کې ترهګري زیاته شوې ده.

سينيټر اسحاق ډار وويل نگران حکومت دې دترهه گرۍ په اړه ان کيمرې بريفنگ ورکړي، که څوک دترهگرو په ضد کارروايۍ کې پاتې کيدل وايي نو دفرورۍ تر ٨مې نيټې پورې انتظار وکړئ، دداسې شيانو انتظار نشته.

Leave a reply