د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې د بدلون له وجې د کراچۍ پشمول ټول ملک کې د بجلۍ د ګرانولو امکان دی.
باغي ټي وی رپورټ
ډیسکوز د 22 ارب 56 کروړه روپو اضافي بار مصرف کونکو ته سپارلو غوښتنه کړې ده ، د جولائي نه سپټمبر ایڈجسٹمنٹ به د بریښنا مصرف کونکو باندې هم پلي شي.
نیپرا د روان مالي کال د لومړۍ ربعې د تعدیلاتو نوټس جاري کړی دی چې پکې ویل شوي چې د جولايي نه تر ستمبر پورې د تعدیل نرخ به د حکومت د لارښوونو مطابق یو شان ساتل کیږي. د نيپرا نوټيفيکيشن ترمخه نيپرا کښې د جولائي نه تر ستمبر 2023ء د درې مياشتني تعديل لپاره درخواست جمع کړے شوے دے۔
نیپرا به د نومبر په 14مه د اولې کوارټر ترمیم درخواست اوري.
د بجلئ تقسیم کار کمپنیو د ظرفیت چارجز په مد کښې د 12 ارب 126 کروړه روپو جمع کولو اجازت غوښتې دې، د سیسټم چارجز په مد کښې 10 ارب 247 کروړه روپۍ د استعمال او اپریشن او مینټیننس په مد کښې 4 ارب 61 کروړه 70 لاکه روپۍ جمع کولو غوښتنه شوې ده. او د 6 ارب 61 کروړه 70 لاکه روپو تاوان ترلاسه کولو غوښتنه.