د پنجاب نګران وزیراعلی محسن نقوي په ځینو سیمو کې د سموګ له امله د بازارونو او دوکانونو د جبري بندولو نوټس اخیستی دی.

0
130

باغي ټي وی رپورټ

د پنجاب نګران وزیراعلی محسن نقوي ویلي چې د نومبر په لسمه د بازارونو او دوکانونو د تړلو امر نه دی شوی، که پولیس په زوره بازارونه یا دوکانونه وتړي نو سخت اقدام به وشي.

د پنجاب نگران وزیر اعلی دا هم وویل چې د سموګ له امله یوازې د شنبې په ورځ د دوکانونو او بازارونو د تړلو پریکړه شوې ده.

ده ووئيل د باران او د پنجاب حكومت د اقداماتو له وجې سموګ د پام وړ كم شوے دے۔

د پنجاب نګران وزيراعلي زياته کړه چې د اسموګ سره مقابله يو ملي ذمه واري ده او مونږ ټولو ته پکار ده چې لاهور او نور ښارونه د ژوند کولو وړ کړو.

Leave a reply