پخواني وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي چې نوازشريف ته ووايه چې 50 کاله وروسته داسې اليکشن نه وګټي څوک به باور وکړي چې داسې وګټي.
باغي ټي وي رپورټ
عدالت ته د حاضرېدو په موقع ميډيا سره خبرو کښې هغه د مسلم ليګ نون مشر ته مشوره ورکړې چې نواز شريف دې د سياسي حرارت کمولو کښې کردار ادا کړي۔
فواد چوهدري وئيلي دي چې د پي ټي آئي او پي ټي ايم مذاکرات ناکامه شوي نه دي مذاکرات کيدے شي او اوس هم کيږي۔
د درغلۍ مقدمه کې فواد چوهدري پرته له دې چې مخ پټ کړي عدالت ته وړاندې کړل شو خو په لاسونو کې يې ولګول شو، عدالت پخوانۍ وفاقي وزير په څوارلس ورځني جوډيشل ريمانډ اډياله جيل ته ولېږه.
بل اړخ ته د فواد چوهدري په ضد د پنډ دادن خان پوليس سټيشن کښي مقدمه درج کړے شوي ده۔
د پوليس ترمخه د چوهدري محله عثمانيه اوسيدونکي نعمان آصف لخوا درج کړي شوي مقدمه کښې مدعي تور لګولې دې چې فواد چوهدري د ده کور قبضه کړي او بل کس ته ئي ورکړي دي۔
دپوليسو وينا ده چې په مقدمه کې دغلا، دوژنې دمخنيوي په شمول بيلابيلې دفعات شاملې دي.
د فواد چوهدري خلاف مقدمه د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۷مه درج شوې وه، په داسې حال کې چې د کور د قبضې پېښه د ۲۰۲۰م کال د نومبر په ۳۰مه نېټه شوې وه.