د پاکستان تحريک انصاف مشر حامد خان وئيلي دي چې د ليول پلېنګ فيلډ لرې خبره ده، مونږ خو د لوبو ميدان نه وينو۔

0
76

باغي ټي وي رپورټ

د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره د خبرو په مهال حامد خان د صدر لخوا نگران وزيراعظم ته د پي ټي آئي د انديښنو په اړه ليکل شوي خط باندې هم خپل ردعمل څرګند کړو.

ده په ځواب کې وویل چې د بې وسۍ نښه دا ده چې ولسمشر د نگران وزیراعظم غوښتنه کوي، هغه باید د غوښتنې پرځای واضح حکم ورکړی وای.

حامد خان وويل، چې دا مهال که کوم سياسي، اساسي قانونى چارواکی کوم واک او يا قانوني حيثيت لري، هغه يواځې له ولسمشر سره دى.

ياده دي وي چي صدر عارف علوي نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ ته په يو خط کښي وئيلي دي چي د ليول پلےنګ فيلډ او بنيادي حقونو په اړه د پاکستان تحريک انصاف په انديښنو دي غور وشي۔

صدر اعظم د پي ټي آئي مشر عمر ايوب لخوا ليکلي خط هم نگران وزيراعظم ته استولې دې۔

اولس مشر په خپل خط كښې وئيلي دي چې د نگران حكومت لپاره دا ډېره ضروري ده چې ټولو سياسي ګوندونو ته د ليول پلېنګ فيلډ وركړې شي، د بنيادي حقونو په اړه دې د پي ټي آئي په اندېښنو غور وكړې شي، سياسي ګوندونو ته دې مساوې او مساوي حقوق وركړې شي۔ په راتلونکو ټاکنو کې د فرصتونو د برابرولو په اړه ستاسو څرګندونې د قناعت وړ دي.

Leave a reply