د پاکستان تحریک انصاف قانوني ډلې د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا سره ملاقات کړی او د ګوند چارټر آف ډیمانډ یې سپارلی دی.

0
185

باغي ټي وي رپورټ

د چیف الیکشن کمشنر سره د ملاقات نه پس بیرسټر ګوهر خان اوویل چی د پارټئ چارټر آف ډیمانډ الیکشن کمیشن ته ورکړی دی.

ده ووئيل چې په دې غونډه كښې چې 45 دقيقې دوام وكړو٬ چيف اليكشن كمشنر وويل چې كوم چيئرمېن مائنس نه كوي٬ د پي ټي آئي چيئرمېن به همغه پاتې وي۔

ده ووئيل د منشور آف ډيمانډ د ټاكنو كمېشن نه دا غوښتنه هم كړې چې د سپټمبر په 23مه نېټه د انټر پارټيز ټاكنو كښې د بې نظمۍ په اړه محفوظ كړې شوې فيصله جاري كړي۔

بيرسټر ګوهر زياته کړه چې د پي ټي آئي د انتخابي نښان لپاره لا تر اوسه حکم نه دے جاري کړے شوے، د اليکشن کميشن نه ئي غوښتنه کړې ده چې پي ټي آئي ته د آزاد او منصفانه انتخابي کمپاين کولو اجازت ورکړي۔

هغه وويل دا دټاکنو دکميسيون اساسي مسؤليت دى چې ديو ليول پلېنګ فيلډ لپاره کردار ادا کړي، هيله ده چې دټاکنو کميشن به خپل کردار ادا کړي.

Leave a reply