په تورخم پوله افغانستان ته بشري مرستې ولیږل شوې

0
173

باغي ټي وي رپورټ
د پاک افغان همکاري ټولنې په همکارۍ او د ماشومانو د ژِغورنې نړیوالې اداري له اړخه د افغان اولس لپاره بشري مرستې نن په پاک افغان پوله تورخم افغان چارواکو ته ورکړې شو. دا مرستې چې په دې ټرکونو کښې بار وي ،افغانستان ته ورکړې شوي.
په دې موقع په تورخم پوله رسنیو سره خبرو کښې د لنډیکوتل ایډیشنل اسسټنټ کمشنر اشراف الدین اوویل چې د پاک افغان فورم له اړخه دا بشري مرستې افغانستان ته ولیږل شوې او په راروان وخت کښې به هم د پاکستان او د پاک افغان همکارۍ ټولنې له اړخه افغان اولس سرا داسې بشري مرستې وشي.
نوموړي اوویل چې دا بشري مرستې په درې ګاړو کښې بار وي چې ۲۸ اته ویشت ټنه وي او په دې کښې د ښځینه د ژوند ضرورتونه او د ماشومانو د ضرورت سامانونه وو.
رسنیو سره په خبره کښې د افغانستان اسلامی امارت د تورخم پولې مسوول محمد عثمان د پاکستان حکومت او اولس مننه وکړه چې په دې سخت وخت کښې ی افغان اولس سره بشري مرستې وکړي.
یاده دې وی چې په افغانستان کښې د ژمې د راتلو سره د افغان اولس ستونزې زیاتې شوي دي او په دې وخت کښې افغان اولس ته د بشري مرستو ډیره اړتیا ده.د ملګري ملتونو ادارو هم خبردارۍ ورکړې دې چې په افغانستان کښې د انسانی بحران مخنیوي لپاره دې افغان اولس سره مرستې جاري وساتل شي.
د ملګري ملتونود ادارو له اړخه په افغانستان کښې د جنګ زپلي اولس سره مرستې روانې دي خو په افغانستان د اقتصادي بندیزونو او د افغانستان کنګل شوې شتمنې په وجه افغانستان کښې یو شمیر مالي ستونزې رامخې ته شوي ، د افغان چارواکي او نور د انسانی حقونو اداري د نړۍ او امریکا نه غوښتنه کوي چې د افغانستان نه دې اقتصادي بندیزونه لرې شي او د افغانستان کنګل شوې شتمنې دې هم افغانستان ته ورکړې شي.

Leave a reply