امریکا پر دوو نورو ایراني شرکتونو او د سپاه پاسداران لوړ پوړو غړو بندیز لګولی

دا بندیزونه په عراق، لبنان، یمن او ایتوپیا کې یاغي ډلو ته د بې پیلوټه جنګي الوتکو او د دې الوتکو د وسایلو د خرڅلاو لپاره لګیدلي.
د بندیزونو له مخې د دې کسانو او شرکتونو شتمنۍ په امریکا کې کنګلېږي او هېڅ څوک یا هېڅ بنسټ له دوی سره تجارتي معامله نه شي کولی.
(2021 / 10 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو په حواله، د امریکا خزانې وزارت د سپاه پاسداران دوه غړي برید جنرال سید اغا جاني او برید جنرال عبدالله محرابي په ګډون په دوه شرکتونو بندیزونه لګولي دي.
دا بندیزونه په عراق، لبنان، یمن او ایتوپیا کې یاغي ډلو ته د بې پیلوټه جنګي الوتکو او د دې الوتکو د وسایلو د خرڅلاو لپاره لګیدلي.
د بندیزونو له مخې د دې کسانو او شرکتونو شتمنۍ په امریکا کې کنګلېږي او هېڅ څوک یا هېڅ بنسټ له دوی سره تجارتي معامله نه شي کولی.
اړوند موضوعات:
ایران وايي چې د افغانستان د بحران لامل د زورواکو هېوادونو مداخله ده
امریکا ویلي، چې سیمه کې د ایران د بې پیلوټه الوتکو توضیع نړیواله سوله او امنیت ګواښي.