د کراچۍ په پينځو ضلعو کې په ضمني انتخاباتو کې پيپلز پارټۍ له لسو نه شپږ څوکۍ ګټلې چې پکې د چيئرمين درې څوکۍ هم شاملې دي.

0
160

باغي ټي وي رپورټ

تيره ورځ ضمني انتخاباتو لپاره د چيئرمېن، وائس چيئرمېن او وارډ ممبرانو په 10 څوکيو باندې پولنګ شوې وو چې پکښې د غيرسرکاري او غير حتمي نتيجو له مخې د چيئرمېن د دريو څوکيو پشمول د 10 نه په 6 سيټونو د پيپلز پارټۍ اميدواران کامياب اعلان شوي وو۔ .

پرون په ضمني انتخاباتو کې جماعت اسلامي دوه څوکۍ ګټلې او پي ټي ايي او ازادو کانديدانو يوه يوه څوکۍ ګټلې ده.

د کراچۍ د پنځو ضلعو په ضمني انتخاباتو کې د پاکستان پيپلز پارټۍ د يو سي 13 نه د صدر، د ملير گوډاپ يوسي 7 نه چيئرمين او د مري پور يوسي 3 نه چيئرمين څوکۍ ګټلې دي.

د جنوبي ضلعې صدر يو سي 13 نه د پيپلز پارټۍ مرتضي وهاب 3949 ووټونه ګټلي او د کيمري مري پور يوسي 3 نه د پيپلز پارټۍ سيف الله 5466 ووټونه ترلاسه کړي دي.

د ملیر ګډاپ یوسی ۷ نه د چیرمین شپ لپاره د پی پی امیدوار سلمان عبدالله مراد او نائب چیرمین محمد سلیم میمن خپلو سیالانو ته په ۹۹۳۲ ووټونو ماتې ورکړه.

د جنوبي ضلعې صدر یو سي ۱۲ نه د پیپلز پارټۍ وائس چیئرمېن امیدوار حامد حسین ۳۲۴۸ ووټونو سره مخکښ دی.

بل اړخ ته جماعت اسلامي د ضلعي مرکزي ناظم آباد يو سي 5 وارډ 3 او ضلعي ايسټ جناح ټاون يوسي 6 وارډ 4، يوسي 2 وارډ 3 نه مليرغازي داود بروهي او د پاکستان تحريک نائب چيئرمين محمد عمر ګټلي دي۔ د انصاف کانديد منصور احمد د جنوبي ضلعې صدر يو سي ٦ نه څوکۍ ګټلې ده۔

په ضمني بلدياتي انتخاباتو کې د کاميابۍ وروستو د پيپلز پارټۍ کراچۍ صدر سعيد غني ميډيا سره خبرو کې وويل پيپلز پارټۍ د کراچۍ پشمول د سندهـ په ضمني بلدياتي انتخاباتو کې کلين سوئپ کړی دی، دې کاميابۍ ثابته کړې ده چې د ملک يوازنی عوامي سياسي دی. ګوند د خلکو ګوند دی.

سعید غني وویل چې د جون په میاشت کې د ښاروالۍ د انتخاباتو په پرتله خلکو په دې ضمني انتخاباتو کې پیپلز پارټۍ ته زیاتې رایې ورکړې دي، اوس د کراچۍ دعوه کوونکې جماعت اسلامي باید قانع شي چې پیپلز پارټۍ د خلکو ګوند دی. د کراچۍ

سعيد غني وويل په راتلونکو عامو انتخاباتو کې به پيپلز پارټۍ په کراچۍ کې تر ټولو ستر سياسي ګوند وي.

Leave a reply