پخواني وزيراعظم شهباز شريف په غزې تړانګه د اتوم بم غورځولو د اسرائيلي وزير د ګواښ غندنه کړې او د نړيوالې ټولنې نه ئي غوښتنه کړې ده چې په دې اړه دې ورته پام وکړي.

0
68

باغي ټي وي رپورټ

پخواني لومړي وزیر وویل دغه ګواښ د دې خبرې ثبوت دی چې صهیونیسټي دولت او اټومي ځواک د سخت دریځو په لاس کې دی، د بې ګناه خلکو وژونکي په ټوله نړۍ کې د ځانمرګو بریدونو پلان لري.

هغه د اټومی انرجۍ له نړیوال آژانس وغوښتل چې د صهیونیسټی دولت د اټومی تاسیساتو د څارنې لپاره وګماری.

شهباز شریف په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د صهیونیسټی دولت د افراطیت او ایټمی جنون په وړاندې دې کلک غبرګون وښیی او زیاته کړې یې ده چې د بې ګناه خلکو د قتل عام په اړه چوپتیا نوره ناوړه عواقب لرلی شی او د صهیونیسټانو د فکر او نیت څرګندونه کوی .

هغه وویل که د جنون مخه ونه نیول شي نړۍ به دوزخ شي. دا جنون داسې دی لکه ټوله نړۍ. نړيواله ټولنه، امنيت شورا او اسلامي نړۍ بايد د اسرائيلو د وزير ګواښ جدي ونيسي.

د يادونې وړ ده چې د اسراييلو له سخت دريځه وزير ايمي چای الياهو سره د يوې مرکې پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي ويلي وو چې پر غزې د اټومي بم غورځول ناشوني نه دي، فلسطينيان بايد ايرلينډ يا يوې صحرا ته ولاړ شي.

له کول براما راډیو سره په مرکه کې د ښي اړخي ګوند وزیر ویلي چې په غزه کې ملکي وګړي نشته، هرڅوک مجرم دی.

د اسرائیلو وزیر فلسطینیان نازیان وبلل او له تبعیض پرته یې د ټولو لپاره د ګډې سزا ملاتړ وکړ او ویې ویل، غزه باید داسې نه وي، چې څوک د فلسطین بیرغ پورته کوي، د ژوند کولو حق نه لري.

Leave a reply