د کرم ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې له تېرو ۹ ورځو راهیسې د دوو قومونو ترمنځ نښتې روانې دي.

0
132

باغی ټی وی رپورټ

د پولیسو په وینا د تېرې شپې په نښتو کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي، چې له دې سره په تېرو ۹ ورځو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۵ ته رسېدلی او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.

پولیس وايي، په نښتو کې قبیلې د یو بل پر ضد له درنو او اتومات وسلو کار اخلي، د نښتو له امله په سیمه کې ټرانسپورټي لارې، تعلیمي ادارې، انټرنیټ او د موبایل ټیلیفون خدمات بند دي.

د پوليسو دڅرګندونو له مخې: دجرګي له برياليو هلوځلو وروسته دصدې او بالي خيلو ترمنځ اوربند وشو.

په ۸ نورو سیمو کې د اوربند لپاره د جرګې، ولسوالانو او ځواکونو هڅې روانې دي.

Leave a reply