په پاکستان کې په غیر قانوني توګه میشتو بهرنیانو ته د وتلو لپاره ورکړل شوی ضرب الاجل نن د نومبر په لومړۍ نیټه پای ته ورسید.

باغی ټی وی رپورټ
د لیویز چارواکو وینا ده چې د مختلفو سیمو نه په لسګونو غیرقانوني کډوال نیول شوي دي او د ملک له ګوټ ګوټ نه په غیر معمولي شمیر کې افغان کډوال چمن ته رسیدلي دي.
د کنټرول خونه وايي، د افغان کډوالو کورنۍ له رجسټرېشن وروسته کمپ ته لېږدول کېږي او تر اوسه پنځه زره افغان کډوال کمپ ته رسېدلي دي.
بل لوري ته کراچۍ کې د غير قانوني اوسېدونکو په ضد عملياتو کې نيول شوي څلور افغان وګړي د هولډنګ کيمپ ته سپارل شوي دي.
له جوماتونو څخه د ناقانونه اوسیدونکو لپاره د ټاکل شوې نیټې له پای ته رسیدو دمخه اعلانونه هم شوي.






