په خپله خوښه د ملک نه بهر د غیرقانوني اوسیدونکو خلکو ته د وتلو نیټه ختمیدو سره سم په ټول هیواد کې عملیات پیل شوي او په کراچۍ کې په غیرقانوني توګه اوسیدونکي خلک هم لومړی نیول شوي دي.

0
78

باغی ټی وی رپورټ

کراچۍ کې د غیرقانوني اوسیدونکو په ضد عملیاتو کې نیول شوي ۴ افغان وګړي د هولډنګ کیمپ ته منتقل کړل شوي، د نیټې نه وړاندې په جوماتونو کې د غیرقانوني اوسیدونکو لپاره اعلانونه هم شوي وو.

د کراچۍ ضلعي انتظاميې په ښار کې په غير قانوني توګه د مېشتو بهرنيانو لپاره د پخواني حاجي کيمپ سره نزدې کېمپونه جوړ کړي دي.

پولیسو د حیدراباد سیمې په ۹ ولسوالیو کې هم د ناقانونه کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي، په داسې حال کې چې د سرګودها ډویژن په میانوالی، بهکر، خوشاب او سرګودها ولسوالیو کې هم د غیرقانوني کډوالو د ایستلو لپاره عملیات پیل شوي دي.

بل لوري ته په خيبرپښتونخوا کې د څه دپاسه ٥٠زره غيرقانوني افغان اوسېدونکو ډيټا راټوله شوې ده چې پکې د نيول شوي بهرنيانو د بېرته لېږلو لپاره هم ورځې ټاکل شوې دي.

په خېبرپښتونخوا کې، حکومت په غیرقانوني توګه د مېشتو بهرنیانو د ایستلو په اړه د معلوماتو ورکولو او لارښوونې لپاره یو کنټرول روم هم جوړ کړی دی.

بل لوري ته دکورنيو چارو وزير سرفراز بګټي چې دغيرقانوني اوسېدونکو په ضد دکارروائيو ذمه واري په غاړه لري ويلي دي چې دغيرقانوني اوسېدونکو په ضد به سوفٹ اپريشن کولى شي چې پکې به هيڅ قسمه وهل ټکول نۀ وي.

هغه وويل، د هغو کسانو پر وړاندې به قانوني چلند وشي چې غير قانوني کډوالو ته اسانتياوې برابروي، لومړى به دغو کمپونو ته ولېږل شي او بيا به بېرته خپل هېواد ته ولېږل شي.

ده ووئيل چې د پنجاب نه به په غير قانوني توګه د مېشتو خارجيانو د ويستلو لړۍ به د نومبر په درېيمه نېټه پېل كړې شي۔

Leave a reply