د پي ټي آئي چيرمين وکيل افتاب باجوه وئيلي دي چي د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن ورته ويلي دي چي سست زهر ورکول کيږي.
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/11/download-61.jpeg)
باغی ټی وی رپورټ
ده ووئيل چې د پي ټي آئي چيئرمېن ورته ويلي دي چې هغه ته به د پخواني وزيراعظم په شان سهولتونه نه وركول كيږي د كور ډوډۍ به نه وركوي۔
ميډيا سره خبرو کښې د پي ټي آئي وکيل افتاب باجوه غوښتنه کړې چې د ډاکټرانو ټيم دې د پي ټي آئي چيئرمين معاينه کړي۔
د نهې په ورځ اډياله جيل کښې د سيفران کيس سماعت په موقع د ايف آئي اے ټيم د ګواهانو بيانونه ريکارډ کولو لپاره 5 نور شاهدان عدالت ته وړاندې کړل۔
د سېفرې مقدمې نوره اورېدنه تر 7 نومبر پورې ځنډولې شوې ده او په راتلونکې سماعت به د شاهدانو تفصيلي بيانونه ريکارډ کولې شي۔
خویندو او مېرمنې یې په اډیاله جیل کې د پي ټي ايي له چیئرمین سره وکتل، د جیل انتظامیې د ملاقات لپاره د سه شنبې او پنجشنبې ورځې ټاکلې دي.