د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د سالنګونو د ترمیم او بیا رغونې له چارو لیدنه او کتنه ترسره کړی.

0
465

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د سالنګونو د ترمیم او بیا رغونې له چارو لیدنه او کتنه ترسره کړی.

31 اکتوبر سه شنبه 2023

له ارګ څخه يه یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند تیره ورځ د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې له کارونو لیدنه وکړه، چې د دغه سفر پر مهال یې د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني هم ملتیا کوله.

 

ملا برادر اخند د سالنګونو لویې لارې د قراردادي شرکتونو له مسوولینو سره ولیدل او د هغوی له لوري د ترسره شوو کارونو ستاینه یې وکړه.

نوموړي همدا راز هغوی ته د سالنګونو لویې لارې د پاتې چارو د چټکتیا، غوره کیفیت او پر وخت د بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

 

سالنګونو لویه لار د افغانستان تر ټولو مهمه سوداګریزه – ترانزیټي لار ده چې اوسمهال یې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار له دوو بېلابېلو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد شوی، چې دا مهال یې د تونل په دننه برخه او ګالریو کې ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې به یې پاتې چارې هم بشپړې او د دغه لویې پروژې یوه برخه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د اداري او اقتصادي مرستیالانو له لورې د کرنیزو محصولاتو ۲۹م خزاني نندارتون پرانیستل شو.

 

د سالنګونو لویې لارې په بیارغېدو سره به د افغانستان سوداګري او د افغانستان له لارې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د ترانزیټ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي او پر دې لار تلونکو مسافرو ته به په تګ راتګ کې ګڼې آسانتیاوې هم رامنځته شي.

Leave a reply