د ریاست الوزراء د اداري او اقتصادي مرستیالانو له لورې د کرنیزو محصولاتو ۲۹م خزاني نندارتون پرانیستل شو.

0
247

د ریاست الوزراء د اداري او اقتصادي مرستیالانو له لورې د کرنیزو محصولاتو ۲۹م خزاني نندارتون پرانیستل شو.

18 اکتوبر چهارشنبه 2023

له ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند له لوري نن چهارشنبه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه د کرنیزو محصولاتو ۲۹م خزاني نندارتون پرانیستل شو.

 

په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال سربېره د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، بهرنیو ډیپلوماتانو، ملي سوداګرو، بزګرانو او ګڼ شمېر ملکي مسوولینو حضور درلود.

 

ملابرارد اخند په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د رسمي شمېرو له مخې، شاوخوا ۶۸ سلنه خلک یې پر کرنه او مالدارۍ مصروف دي، چې متاسفانه لا هم له پخواني سیسټم استفاده کوي او کوم د پام وړ پرمختګ یې نه دی کړی.

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې زموږ بزګران پر کرنه سربېره د اوبولګونې پخوانی سیسټم استفاده کوي او همدا وجه ده چې له خپلې اړتیا د زیاتو اوبو په مصرفولو سره سره بیا هم د پام وړ کرنیز محصولات نشي ترلاسه کولی.

 

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول حکومتي ادارو غږ وکړ چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو پر مهال دې له کورنیو کرنیزو محصولاتو څخه استفاده وکړي.

اړوند موضوعات

د اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی د قوش تیپې کانال د دوهم فاز د پیل مراسمو لپاره بلخ ته رسیدلی.

 

د کرنیزو محصولاتو ۲۹م خزاني نندارتون د کابل په بادام باغ روزنیز او تولیدي فارم کې د کرنیزو محصولاتو د ملاتړ او په کور دننه او بهر کې ورته د بازارموندنې په موخه جوړ شوی، چې په سلګونو غرفو کې بېلابېل کرنیز محصولات پکې نندارې ته وړاندې شوي.

Leave a reply