د افغان ملي ماڼۍ د جوړېدو چارې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت بیا ځل پرانېستل شوې.

0
434

د افغان ملي ماڼۍ د جوړېدو چارې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت بیا ځل پرانېستل شوې.

31 اکتوبر سه شنبه 2023

په کابل ښار کې د افغان ملي ماڼۍ د جوړېدو چارې د ملي پراختیا شرکت او افغان ملي بانک د مسؤلینو له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې پرانېستل شوې.

 

غونډې ته د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل وویل: اسلامي امارت تل هڅه کوي، تر څو خپلو هېواد والو ته په هره برخه کې کار او خدمت وکړي، چې یوه بېلګه یې د افغان ملي ماڼۍ د سترې پروژې چارو پیل کول دي او ټولو هېواد والو ته ډاډ ورکوو، چې د تېر په څېر به ملي پراختیا شرکت د کار کیفیت او کمیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.

 

د افغان ملي بانک رئیس ډاکتر شاکر جلالي وویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن د دې سترې پروژې چارې پیل کوو او هڅه مو دا ده، چې له ملي پراختیا شرکت سره په ښه همغږۍ د افغان ملي ماڼۍ چارې پرمخ یوسو.

 

افغان ملي ماڼۍ ۱۳ پوړونه لري، چې لومړي ۳ پوړونه یې سوداګریز او وروستي ۱۰ پوړونه یې د استوګنې لپاره په پام کې نیول شوي دي، چې د دې پروژې د پاتې چارو لپاره شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ د ملي پراختیا شرکت ته ورکول کېږي.

اړوند موضوعات

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوي.

 

د یادولو وړ دی، افغان ملي ماڼۍ د افغان ملي بانک ملکیت ده او په کابل ښار کې موقعیت لري، د جوړېدو چارې یې له څه مودې راهیسې ولاړې وې، چې نن بېرته پیل او د تطبیق چارې یې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي.

Leave a reply