د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اوزبکستان هیواد د لومړي وزیر مرستیال او مل پلاوي سره د هیواد د سوداګرو په شتون کې کتلي

0
511

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اوزبکستان هیواد د لومړي وزیر مرستیال او مل پلاوي سره د هیواد د سوداګرو په شتون کې کتلي.

31 اکتوبر سه شنبه 2023

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ د اوزبیکستان د لومړي وزير مرستيال جمشېد خواجه يف سره، په داسې حال کې چې د هيواد يو شمېر سوداګرو او پانګه والو يې هم ملتيا کوله، وکتل.

 

د اوزبکستان د لومړي وزير مرستيال جمشېد خواجه يف د رياست الوزرا اداري مرستيال له مېلمستيا څخه د مننې ترڅنګ له افغانستان سره د خپل هيواد د ديني، فرهنګي او تاریخي اړيکو يادونه وکړه وې ويل، د دغو دواړو هيوادونو اړيکې اوسمهال هم په ښه او په متقابل احترام ولاړ حالت کې دي او د اوزبیکستان دولت او ملت په مختلفو برخو کې اسلامي امارت سره د اړيکو لا زياتې پراختيا او استحکام غوښتونکي دي.

 

د اوزبیکستان د لومړي وزير مرستيال زياته کړه، د دې هيواد دولت، سوداګر او پانګه وال لېوالتيا لري چې د کانونو د استخراج، کرنې، او د انرژۍ تولید په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

 

مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان د لومړي وزير مرستيال محترم جمشېد خواجه يف او ورسره پلاوي سره په کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له افغانستان سره د اوزبیکستان د دولت او ملت ترمنځ اړيکې وستايلې وې ويل، د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ اړيکې تاريخي مخينه لري او دغه مناسبات تل د متقابل احترام پر اصل ولاړې دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږی کوونکي او مل پلاوي سره لیدلي.

 

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې هر ډول پانګونې او سوداګري ته زمینه برابره کړې ده او له اوزبیکستاني سوداګرو او پانګه والو څخه يې په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

Leave a reply