د بلوچستان له ديره بګټي ولسوالۍ څخه تښتول شوي دوه ځايي فوټبالران ژغورل شوي او خپلو کورونو ته رسېدلي دي.

0
144

باغی ټی وی رپورټ

د ليويز چارواکو په وينا دډيره بګټي پيرکوه سيمې څخه تښتول شوي دوه مقامي فټبالران راخوشي کړل شوي دي، فټبالر بابرعلي اؤ شيراز خان کور ته رسيدلي دي.

دغه دوه لوبغاړي له ۴ نورو ځايي فوټبالرانو سره د سپتمبر په ۹ مه نېټه له ډيره بګټي څخه سبي ته پر لاره د کچي کانال له سيمې تښتول شوي وو.

تر دې مخکې د سپټمبر په ۲۹مه د ۶ تښتول شویو فوټبالرانو له ډلې څخه ۴ یې ژغورل شوي وو.

د اسسټنټ کمشنر کامران رئیساني وینا ده چې دغه دوه فټبالران د امنیتي ځواکونو او استخباراتي غوره عملیاتو په نتیجه کې نیول شوي دي.

تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.

Leave a reply