د خيبرپښتونخوا د کرم ضلعې په بيلا بيلو ځايونو کې دقبائيلو ترمينځ نښتې روانې دي، په تازه نښتو کې يو تن وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د پوليسو دڅرګندونو له مخې: دغه نښتې له شپږو ورځو را په دې خوا روانې دي چې په دغو نښتو کې د راکټ او ماشينګڼو په ګډون درنې او خودکارې وسلې کارول کيږي چې تراوسه پورې په دغو نښتو کې ٢٠ تنه وژل شوي او ٤١ تنه نور ټپيان شوي دي .
د تاو تریخوالي له امله په کرم ولسوالۍ کې ترانسپورتي لارې او انټرنیټي خدمات لاهم بند دي، په داسې حال کې چې په بازارونو کې د خوراکي توکو، څښاک او درملو کمښت دی.
د دې تر څنګ د نښتو له امله تعلیمي ادارې تړل شوي او کاروباري ژوند په ټپه درېدلی دی.
مرستیال کمېشنر وايي، د نښتو د مخنیوي لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.
بل لوري ته د هنګو اورکزئي څخه دجرگې غړو وئيلي دي چې دغه مسله د خبرو اترو له لارې هوارول پکار دي او په محاذونو کې دجگړې ختمول او دپوځونو دځايې کولو لمړۍ ترجيح ده.
په سده، پلاش خېل، بوشهره ډنډ، مقبل ګنج، علیزۍ، پیوار او تریمنګل سیمو کې خبرې روانې دي.





