په کابل کښې بې کوره شوې افغان کورنیو سره مرستې شوي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې په تیر وخت کښې د جنګ او بدامنې له وجهې بې کوره شوو افغان کورنیو سره د نړيوال د کډوالو عالي کمیسون له اړخه مرستې شوي دي.
د چین یو خبري آژانس د یو رپورټ مطابق په پایه تخت کابل کښې ۱۳۰ هغه افغان کورنیو سره مرستې وشوې چې د ملک دننه بې کوره شوي دي، دې کورنیو ته خوراکي توکي ، کمبلې او د ژوند لپاره نور ضروري سامان ورکړې شي.
د رپورټ مطابق د افغانستان په اړه دا اندیښنه ده چې ملګري ملتونو ته دومره مرستې نه ورکول کیږي چې په افغانستان کښې ی اولس ته ورسوي خو بیا هم اداري د انساني بحران مخنیوي لپاره هڅې کوي.
یاده دې وی چې که څه هم په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت راتلو سره په دې هیواد اقتصادي بندیزونو لګیدلي دي، ددې هیواد ۹ ملیارده نه زیات ډالر کنګل شوي دي ، خو بیا هم ملګری ملتونو ادارې ، د پاکستان مرستندویه ادارو په افغانستان کښې د انساني بحران د مخنیوي لپاره بشري مرستې پیل کړي دي.
د یادنوې وړ ده چې د پاک افغان د همکاري ټولنې ، الخدمت فاونډیشن پاکستان له اړخه افغان اولس ته د هوایی او د زمکې لارې بشري مرستې لیږل شوي دي.
په افغانستان کښې د رسنیو د رپورټونو مطابق ۷ اووه لکه افغان کورنیو په دې هیواد کښې دننه بې کوره شوي دي، د اسلامی امارت د مشرانو معلوماتو له مخې ددې کورنیو خپلو کورونو ته واپس تلل هم پیل شوي دي اوی دې کورنیو سره بشري مرستې هم روانې دي.
https://www.facebook.com/cgtnamerica/photos/pcb.4436500909778480/4436497683112136/






