د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې باید کرونا وبا سره د مبارزې لپاره پیسې راټولې کړل شي

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې باید کرونا وبا سره د مبارزې لپاره پیسې راټولې کړل شي
روغتيا سازمان وايي، چې د ياد پلان په تطبيق به لږ تر لږه د ۵ ميليونو خلکو ژوند وژغورل شي، د نړيوال اقتصاد لپاره به ۵۳۰۰ ميليارډه ډالره وسپمول شي او د کرونا وبا خپرېده به ژر پای ته ورسېږي.
(2021 / 10 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روغتيا نړيوال سازمان له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د کرونا وبا د مخنيوي لپاره ۲۳ ميليارډه او ۴۰۰ ميليونه ډالره پانګه راټوله کړي د روغتيا سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم د کرونا وبا په اړه د دې سازمان په مطبوعاتي غونډه کې له نړيوالې ټولې څخه وغوښتل، چې د کرونا وبا ضد طبي توکو پلان لپاره دغه سازمان ته ۲۳ ميليارډه او ۴۰۰ ميليونه ډالره ورکړي، څو په نړۍ کې د کرونا وبا ضد واکسين او د دې ويروس د څارنې او د ناروغۍ د درملنې په برخو کې عدالت پلی او نابرابري لرې شي.
روغتيا سازمان وايي، چې د ياد پلان په تطبيق به لږ تر لږه د ۵ ميليونو خلکو ژوند وژغورل شي، د نړيوال اقتصاد لپاره به ۵۳۰۰ ميليارډه ډالره وسپمول شي او د کرونا وبا خپرېده به ژر پای ته ورسېږي.





