افغان بسیم او د لوړو زده کړو وزارت د همکاریو یو تفاهم لیک لاسلیک کړ

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمد حمید حسیب د افغان بېسیم شرکت څخه د مننې ترڅنګ د یاد شرکت د انکشافي پلانونو او همدارنګه د یاد شوي پروګرام د ګټو په اړه خبرې وکړې.
هغه وويل، لوړو زده کړو وزارت د لازمو تدريسي او اداري اسانتياوو د پياوړتيا او رامنځته کولو لپاره پرله پسې پروګرامونه او پلانونه لري، چې يو په بل پسې عملي کېږي.
(2023 / 10 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د لوړو زده کړو وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي یې دي، چې د دغه تفاهم لیک موخه د لوړو زده کړو وزارت د استادانو، محصلینو او کارکوونکو لپاره د ځانګړو سیم کارتونو برابرول، د انلاین کورسونو د پیلولو لپاره د انټرنټ بستې، غږیز او لنډ متن پیغامونو برابرول دي.
د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د محصلینو لپاره، د کارکوونکو معاشونه د “موبایل پیسو” سیسټم له لارې ورکول کیږي، د تلیفون مرکز جوړول او نور خدمات.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمد حمید حسیب د افغان بېسیم شرکت څخه د مننې ترڅنګ د یاد شرکت د انکشافي پلانونو او همدارنګه د یاد شوي پروګرام د ګټو په اړه خبرې وکړې.
اړوند موضوعات: