د کندهار ورزش ریاست او ملالۍ پوهنتون تر منځ ورزشکارانو ته د لوړو زده کړو زمينې برابرولو هوکړه لیک لاسلیک شوی.

0
92

د کندهار ورزش ریاست او ملالۍ پوهنتون تر منځ ورزشکارانو ته د لوړو زده کړو زمينې برابرولو هوکړه لیک لاسلیک شوی.

19 اګست شنبه 2023

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي چې د یاد ریاست او ملالۍ پوهنتون تر منځ ورزشکارانو ته د لوړو زده کړو زمينې برابرولو هوکړه لیک لاسلیک شوه.

 

د یادي هوکړي له مخي د ملالۍ پوهنتون د کندهار بدني روزني او ورزش ریاست ته ۵۰ سکالرشیپونه ورکړل چي د یادو سکالرشیپونو په واسطه به د کندهار د ورزش ریاست له لوري د ملالۍ پوهنتون ادارې ته ور معرفي سوي ورزشکار ته په حقوق او سیاسي علومو پوهنځی کي ۷۰ سلنه تخفیف ورکول کيږي.

 

د کندهار د بدني روزني او ورزش ریاست رئیس حافظ محمودآغا د ملالۍ پوهنتون له مسئولینو مننه وکړه چي د ورزشکارانو سره په لوړو زده کړو کي د یاد ریاست سره همکاري کوي او له خپله اړخه یې د هر راز همکارۍ ډاډ وړاندي کړ.

 

ښاغلي بشر همداراز زیاته کړه چي د بېلابېلو نورو خصوصي پوهنتونونو سره هم ورته هوکړي سوي؛ چي پواسطه یې هغو ورزشکارانو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره سوې، چې د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله له زده کړو بې برخي دي.

اړوند موضوعات

د هيواد د ورزش ادارې رهبري او مشرتابه له نړيوالې او اسيايي المپيک کمېټې سره انلاين جلسه وکړه

 

د یادوني وړ ده چي د کندهار د بدني روزني او ورزش ریاست تر دې وړاندي د سبا او میرویس نیکه پوهنتونونو څخه هم په بېلا بېلو پوهنځیو کي سکالرشیپونه تر لاسه کړي دي.

Leave a reply