سرحدونو او قومونو وزارت د نورستان ولایت مرکز کې د قومونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره کړی.
سرحدونو او قومونو وزارت د نورستان ولایت مرکز کې د قومونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره کړی.
24 اکتوبر سه شنبه 2023
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې
د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ د معین ملا عبدالخالق عابد، ملګري پلاوي، د یاد ولایت د والي، له مرکز او ولسوالیو څخه د سلګونه دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
یاده غونډه کې د نورستان ولايت ديني عالمانو او قومي مشرانو د وينا پر مهال د قومونو ترمنځ له کلونو څخه د ناحل شویو اوږدو شخړو او ستونز په حل کې د ا.ا.ا د با تدبېره کړنو او هڅو مننه وکړه او هغه یې وستايلې، دوی زیاته کړه د نورستان ولایت قومونه له ا.ا.ا سره اوږه په اوږه ولاړ دي، لکه څرنګه چې یې ددې نظام د اقامې لپاره قربانۍ ورکولې همداسې به یې په ساتنه کې هم پوره برخه اخلي.
د جرګو رئيس شیخ حضرت ولي حقاني وويل: اوسنی نظام چې په افغانستان کې حاکم دی هیڅ وخت په افغانستان کې دا ډول یو شرعي نظام چې هغه د خلکو له منځ څخه راپورته شوی وي او خپلواک وي نه دی حاکم شوی، افغانانو ته دا یوه موقع مساعده شوې ده چې باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او په هره برخه کې خپل هېواد ته خدمت وکړي.
اړوند موضوعات
سرحدونو او قومونو وزارت په دايکندي ولايت کې له قومونو سره یووالي او همغږۍ غونډه ترسره کړی.
په اخر کې د جرګو معین ملا عبدالخالق عابد د نړۍ د لسګونه هېوادونو او زرګونه فوځونو سره د افغانانو د مبارزې یادونه وکړه ویې ويل ا.ا.ا ته یو وران شوی او کنډواله هېواد پاتې دی، جوړېدل او رغول یې وخت غواړي، ان شاء الله په خپلو امکاناتو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جوړونه او بیا رغونه روانه ده له دې سره به زموږ اقتصاد وغوړیږي، افغان ولس ته پکار ده چې له دا ډول ملي پروژو څخه ملاتړ وکړي او د ا.ا.ا تر څنګ ودریږي.