سرحدونو او قومونو وزارت په دايکندي ولايت کې له قومونو سره یووالي او همغږۍ غونډه ترسره کړی.

سرحدونو او قومونو وزارت په دايکندي ولايت کې له قومونو سره یووالي او همغږۍ غونډه ترسره کړی.

18 اکتوبر چهارشنبه 2023

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه غونډه کې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا نورالله نوري مل پلاوي، د دايکندي ولايت مرستيال والي، د دولتي ادارو مسؤلینو، دیني عالمانو او سلګونه قومي مشرانو ګډون کړی وو.

 

د دايکندي ولايت مرستيال والي مولوي احسان الله د قومونو تر منځ د اتحاد او اتفاق اړوند خبرې وکړې ويې ويل چې په دایکندي ولایت کې ټول قومونه د یووالي په ټغر را ټول دي او له حکومت سره یو ځای دخپل هېواد په ساتلو کې همکاري کوي.

 

همدا راز په ياده غونډه کې يو شمېر ديني عالمانو او قومي مخورو په هېواد د ا.ا.ا حاکميت د شهیدانو د وینو برکت ياد کړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان ولسونه پر حاکم حکومت حق لري چې په هره برخه کې ورته خدمت وکړي.

 

سرپرست وزیر ملا نورالله نوري د کفارو او ملګرو پر وړاندې د شل کلنې مقدسې مبارزې په اړه وينا وکړه ويې ويل: په افغانستان کې د مجاهدينو شل کلن جهاد، جنګ نه بلکې یوه الهي فریضه او مقدسه مبارزه وه چې د یوه سپیڅلي هدف د تر لاسه کولو لپاره تر سره شوه. په پايله کې يې هغه هدف ترلاسه شو چې د افغان ولس غوښتنه وه.

اړوند موضوعات

سرحدونو او قومونو وزارت کندز ولایت کې د یو شمیر قومونو تر مینځ شخړه حل او په دوستۍ بدله کړې.

 

په اخیر کې د وزارت جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني غونډې ته د خبرو پر مهال د ا.ا.ا د یووالي او اطاعت یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې صف په لیکو کې قوم پرستي او تعصب ته ځای نشته دلته ټول افغانان یوازې د اسلام تر چتر لاندې سره را ټول دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载