د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانستان یو پر دریمه برخه وګړي د خپلو خوړو په اړه اندېښمن دي

0
206

د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانستان یو پر دریمه برخه وګړي د خپلو خوړو په اړه اندېښمن دي

 

اغلې آیوډیس وویل: “زه نن ورځ په ریښتیا خوشحاله یم چې ووایم چې موږ د خوړو نړیوال پروګرام سره یو نوی تړون لاسلیک کړی ترڅو د لومړني ښوونځي انجونو او هلکانو ملاتړ وکړي.”

ټاکل شوې چې دغه پیسې د ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو د نارینه او ښځینه زده کوونکو لپاره د غذايي موادو په برابرولو ولګول شي.

 

(2023 /  10 / 22    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د افغانستان یو پر دریمه برخه وګړي هره ورځ د خپل راتلونکي خواړه په اړه اندېښمن دي او په هېواد کې ډېر ماشومان له سهاره پرته ښوونځيو ته ځي.

WFP زیاتوي چې د کورنیو حالت د دوی پر ماشومانو مستقیمه اغیزه لري. په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال هارالډ مینهارټ وویل: “په افغانستان کې ډېر ماشومان پرته له دې چې سهارنۍ وخوري ښوونځي ته راځي.”

د خوړو نړیوال پروګرام دوی ته د ورځې لومړی خواړه چمتو کوي. ښوونځی په افغانستان کې زموږ د فعالیتونو یوه مهمه برخه ده؛ ځکه چې پنځلس ملیونه خلک یا د دې هیواد د نفوس دریمه برخه نه پوهیږي چې دوی به خپل راتلونکی خواړه چیرته ترلاسه کړي.

له بلې خوا اروپايي ټولنې د ۹،۹ میلیونه یورو په ارزښت د لومړنیو ښوونځیو د ماشومانو د ملاتړ لپاره د یوه تړون د لاسلیکولو اعلان وکړ.

د اروپایی اتحادیې استازې رافیله ایودیس ټینګار وکړ چې دغه اندازه پیسې د مرستې په مقصد دید لومړنیو ښوونځیو شاوخوا دوه میلیونه زده کوونکي د خوړو نړیوال پروګرام لپاره ځانګړي شوي دي.

اغلې آیوډیس وویل: “زه نن ورځ په ریښتیا خوشحاله یم چې ووایم چې موږ د خوړو نړیوال پروګرام سره یو نوی تړون لاسلیک کړی ترڅو د لومړني ښوونځي انجونو او هلکانو ملاتړ وکړي.”

اړوند موضوعات:

هند نه افغانستان ته د غنمو په انتقالولو کې ستونزه رامنځ ته شوې ده

ټاکل شوې چې دغه پیسې د ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو د نارینه او ښځینه زده کوونکو لپاره د غذايي موادو په برابرولو ولګول شي.

Leave a reply