د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۶۵ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۶۵ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
21 اکتوبر 2023 شنبه
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره اونۍ کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ۶۵۲۲۴ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د میزان له ۲۱مې څخه تر ۲۷مې نیټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۵۲۲۴ ) میټریک ټنه انتقالات کړي.
په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۶۴۸۱۹ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۵۰۳۷ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۴۵۷۶۱ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۱۴۴۲۷ ټنه راغلي.
اړوند موضوعات
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې نیږدې ۷۷ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۴۰۵ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.






