د چيف اليکشن کميشنر او اليکشن کميشن په ضد د توهين آميز بيان په مقدمه کښې اليکشن کميشن د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمېن ته پروڈکشن آرډر جاري کړي دي۔

0
65

باغی ټي وي رپورټ

سپرنټنډنټ عديلجليل ته هدايات شوي چي د پي ټي آئي چيرمين د اکتوبر په 24مه حاضري يقيني کړي۔

اليکشن کميشن د توهين عدالت کيس کښې د فواد چوهدري وارنټ هم جاري کړي دي، فواد چوهدري ته د اکتوبر په 24مه نيټه د حاضريدو حکم هم ورکړے شوے دے۔

ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د سائيفر کيس اوريدونکي جج د تقرري په ضد د پي ټي آئي چيرمين درخواست مسترد کولو سره د آفيشل سيکريټ ايکټ لاندي د خاص عدالت جج په توګه د جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنين تقرري برقراره ساتلې وه۔

دې نه علاوه د پي ټي آئي چيئرمېن د جيل مقدمې خلاف درخواست هم مسترد کړے شوے دے۔

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د پي ټي آئي چيرمين په درخواست باندي لس صفحه ليکلي فيصله جاري کړه۔

د اسلام اباد هائي کورټ د پرېکړې له مخې، د پي ټي ايي چيئرمېن د جج ابوالحسنات ذوالقرنين د تقررۍ نوټيفيکيشن په ۲۷ جون ۲۰۲۳ کې چيلنج کړی دی.

Leave a reply