اسلام اباد هائي کورټ وکيلانو ته د پي ټي آئي چيرمين سره په جيل کښي د ملاقات اجازت ورکړے دے۔
باغی ټي وي رپورټ
جسټس مياګل حسن اورنګزېب دقانون دافسرانو په ناوخته راتګ دغصې څرګندونه وکړه او ويې ويل چې څوک به دعدالت سره مرسته کوي؟
عدالت د اډياله جيل سپرنټنډنټ ته د شوکاز نوټس جاري کړے دے څوک چې د نوټس باوجود حاضر نه شو۔
جسټس ګل حسن اورنګزیب ریمارکس ورکړ چې هر څوک د نواز شریف خوشالي لمانځي، خواږه شریکوي، تاسو ټول په نواز شریف خوښ یاست، آیا د هغه هرکلی کوئ؟
ده ووئيل چې د پي ټي آئي چيئرمېن هم پخوانې وزيراعظم دے، په 1977ء كښې زما پلار هم په جېل كښې وو، زه هم د ملاقات لپاره جېل ته تلم۔
د پي ټي آئي وکيل عدالت ته اوويل چي چيئرمېن د پي ټي آئي سره صرف په کومه ورځ ملاقات کولي شي په کومه ورځ چي کيسه وي په هغه ورځ هم ملاقات د صندوق په شان پنجره کښي کيږي۔
بل اړخ ته الیکشن کمیشن د توهین آمیز ریمارکس کیس کښې د چیف الیکشن کمشنر او د الیکشن کمیشن چیرمین پی ٹی آئی لپاره پروڈکشن آرډر جاری کړی دی.