ذبیح الله مجاهد: هرات ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره د زرګونو کورونو جوړېدو چارې پیل شوې.
ذبیح الله مجاهد: هرات ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره د زرګونو کورونو جوړېدو چارې پیل شوې.
18 اکتوبر چهارشنبه 2023
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ پر خپله ټویټر خبر ورکړو، چې د هرات زلزله ځپلو سیمو کې د ۲ زره او ۱۴۶ بابه کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې دا کورونه په معیاري او د ښارګوټي په ډول د هرات زنده جان ولسوالۍ په سیاه آب سیمه کې جوړیږي.
د اسلامي امارت ویاند په خبره، هڅه کېږي، چې د ژمي له رارسېدو وړاندې یاد ښارګوټی بشپړ شي او زلزله ځپلي پکې استوګن شي.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې هرات ولایت کې د تیرې اونۍ زلزلې نیږدې ۵۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او ۱۳ کلي په بشپړ ډول تخریب شوي.